د وړکتونونو څخه د کار او ټولنيزو چارو وزير ليدنه

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج په داسې حال کې چې د وړکتونونو رئيسې حوريه فيضي سردارزاده يې هم ملتيا کوله؛ د لومړيو مکرويانو او الفتح مکتب دولتي وړکتونونو او د ناز مادر او بوستان مهر خصوصي وړکتونونو څخه ليدنه وکړه؛ د وړکتونونو د کړنو څخه يې د څارنې ترڅنګ؛ د هغوی ستونزې او وړانديزونه هم واوريدل او د ستونزو د حل په موخه يې مسؤلينو ته لازمې لارښوونې وکړې، چې د مسؤلينو له خوا د ستونزو د حل ژمنه و شوه.