افغان ـ کوريا انستيتوت کې د نوي ښوونيز کال لپاره د شاګردانو شاملېدو په موخه، کانکور آزموينه واخيستل شوه.

publish
أربعاء, أبريل 21 2021 10:41 صباحا
3

دغه آزموينه چې افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت کې واخيستل شوه، شا او خوا پنځه لس سوه تنه د نهم او دولسم صنف فارغانو په کې ګډون کړی وه.

د آزموينې پرانسته کې د کاري چارو مرستيال سيد عبدالکريم هاشمي و ويل: د کار او ټولنيزو چارو وزارت له بنسټيزو موخو څخه يو هم د فني او حرفوي زده کړو وړاندې کول دي، چې دې برخه کې افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت يو له مهمو او پرمخ تللو انستيتوتونو څخه دی.

نوموړي زياته کړه، چې له دې انستيتوت څخه د شاګردانو د فراغت وروسته له فارغانو څخه بله اختصاصي آزموينه هم اخيستل کيږي، چې د شاګردانو د بريالي کېدو په صورت کې به د هغوی د فراغت سندونه د بهرنيو چارو وزارت او کار نړيوال سازمان له خوا تصديق شي، چې نړيوال اعتبار به و لري او د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند بهر ته د کارګران د ليږد پروسه کې به هم همدغو شاګردانو ته لومړيتوب ورکړل شي.

د افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت آمر ميرجلال الدين هشام بيا د خپلو خبرو په ترڅ کې و ويل: دې کانکور آزموينه کې شا او خوا پنخه لس سوه شاګردانو ګډون کړی، چې له دې ډلې به ۷۵۰ تنه هغه شاګردانو چې لوړې نمرې ترلاسه کړي، د دې انستيتوت اوو څانګو ( کمپیوتر، ولډنک کاری، انگلیسی، خیاطی، ساختمانی، د موتر ترميم او نلددواني) کې به شامل شي.

نوموړي زياته کړه: د سروې ګانو له مخې د دې انستيتوت ۷۰ سلنه شاګردان وروسته له فراغت څخه کارونه موندلي او يا يې هم خپله شخصي کاروبار پيل کړی دی.

د ويلو ده، چې دې انستيتوت کې ۸۰ سلنه درسونه عملي دی او د دې انستيتوت له رامنځ ته کېدو( ۲۰۰۴) را په ديخوا تر دې مهاله نږدې اته زره شاګردان له ياد انستيتوت څخه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار