د کار او ټولنیزو چارو وزیر، په لویدیځ زون کې د ټولنیز خوندیتوب سکتور استازو سره و کتل.

publish
أربعاء, فبراير 03 2021 9:00 صباحا
8

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج، د کاري چارو مرستیال سید عبدالکریم هاشمي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیز خوندیتوب اړوندو مسؤلینو، په لویدیځ زون کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت ټولنیزو شریکانو او د ټولنیز خوندیتوب سکتور استازو سره و کتل.

دې ناسته کې چې په لویدیځ زون کې د ټولنیز خوندیتوب سکتور ټولو استازو په کې برخه لرله؛ د خپلو کړنو، ستونزو او وړاندیزونو اړوند د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ سره هر اړخیز بحث و کړ او د ستونزو د حل غوښتنه یې و کړه.

د ټولنیز خوندیتوب سکتور استازو سره په ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج د خپلو خبرو په ترڅ کې د ټولو همکارو ادارو له مرستو او همغږۍ څخه مننه و کړه او د وړاندیزونو او ستونزو د حل په موخه یې، اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې و کړې.

د ویلو دی، چې دې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ په لویدیځ زون کې د ټولنیز خوندیتوب سکتور ادارو کړنې و ستایلې او کارو او ټولنیزو چارو وزارت سره یې د یادو ادارو په لا ښې همغږۍ یې ټینګار و کړ.

همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج او مل پلاوي یې نن د هرات ولایت خواجه انصار روزنتون، وړکتونونو او د فني او حرفوي زده کړو څخه د فارغو شویو میرمنو لاسي صنایعو او تولیداتو نندارتون څخه هم لیدنه و کړه، د هغوی ستونزې یې له نږدې واوریدې او د حل په موخه یې مسؤلینو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې و کړې.

تازه ترین اخبار

أحد, مارس 15 2026 10:24 صباحا
Background image

إن معالجة مشاكل النساء والفئات الضعيفة تُعد من أهم أولوياتنا

 

قال معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده، خلال تقديم تقرير عامٍ كاملٍ عن أنشطة معاونية لوسائل الإعلام: إن الاهتمام بمشاكل النساء. . .

أحد, مارس 08 2026 1:55 مساء
Background image

التقى معين شؤون العمل برئيس المجلس النرويجي للاجئين

التقى معين شؤون العمل، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، في مكتبه برئيس المجلس النرويجي للاجئين السيد تاريا ماغنوسن واتردال.

خلال اللقاء، عبّر السيد تاريا عن شكره للتنسيق القريب القائم. . .

أحد, مارس 01 2026 12:10 مساء
Background image

التقى معين شؤون الاجتماعية برئيس الإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني

التقى معين شؤون الاجتماعية لوزارة العمل والشؤون الاجتماعية الحاج المولوي عبيدالله أمين زاده والوفد مرافق له، برئيس العام لإذاعة وتلفيزيون الوطني الأفغاني القاري محمد يوسف أحمدي.

في. . .

باز گشت به اخبار