د کار او ټولنیزو چارو وزارت او روپاني بنسټ ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

publish
اثنين, يناير 04 2021 9:51 صباحا
2

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د روپاني بنسټ سره چې موخه یې د زیانمن شویو سره مرسته او وړکتونونو ستندرد جوړول دي، کار کوي، چې نن ورسره د کړنو او همکارویو لا زیاتوالي په موخه هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج د خپلو خبرو په ترڅ کې د روپاني بنسټ له کړنو څخه مننه و کړه، و یې ویل، چې د وزارت او روپاني بنسټ کاري برخه تر یوه بریده یو شان ده او د ماشومانو د زده کړې برخه کې د یاد بنسټ فعالیت د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره یوه ښه تجربه ده.

د دې هوکړه لیک پر بنسټ به د یاد بنسټ کړنې په هیواد کې له بدخشان ولایت څخه کابل او نورو ولایتونو ته هم و رسیږي، روپاني بنسټ به د کار او ټولنیزو چارو وزارت لپاره د ماشومانو یو متخصص ګماري او د ماشومانو برخې علاوه به د میرمنو برخه کې هم همکاري کوي، نوي وړکتونونه به جوړ او د افغانستان د وړکتونو د نصاب نوي کولو برخه کې به همکاري کوي؛ د یاد هوکړه لیک له مخې به موبایل سنتر یا سیار وړکتونونه هم جوړ شي.

د روپاني بنسټ مشر محبت علي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: موږ اوس مهال بدخشان په ځانګړې توګه واخان ولسوالۍ کې فعالیت لرو او له ۲۰۱۳ کال را په دیخوا شا او خوا ۲۶۰۰ کورنۍ د دې بنسټ له خدمتونو څخه برخمنې شوې دي.

د نوموړي په وینا چې د دې هوکړه لیک له مخې به د یاد بنسټ فعالیت نوره هم پراختیا و مومي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار