افغان ـ کوریا د فني‌ او حرفوي‌ زده کړو انستیتوت څخه د ۴۱۱ تنه شاګردانو فراغت غونډه

publish
سبت, يناير 02 2021 11:35 صباحا
3

دغو فارغانو چې اوو مختلفو (کمپیوتر، انگلیسی، خیاطی، نجاري، برق، ساختماني و نلدوانی) څانګو کې يې شپږ مياشتې او همدارنګه څلور څانګو کې يو کال زده کړې تر سره کړې وې، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالي او اداري چارو مرستيال مسعودالله اورياخيل، د وزارت مقام د دفتر رييس سيدعبدالوکيل سادات، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رييس محمد يونس صديقي او ځينو نورو ميلمنو له لوري ورته فراغت پاڼې و ويشل شوې.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د مالي او اداري چارو مرستيال مسعودالله اورياخيل فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: فن او حرفه د کارموندنې او آرامه ژوند یو ښه عامل دی.

نوموړي زياته کړه: د کار او ټولنيزو چارو وزارت تل هڅه کوي، څو د فن او حرفې له لارې هيوادوالو ته د کار زمينه برابره او د بېکارۍ سطحه را ټيټه کړي.

ښاعلي اورياخيل همدارنګه وويل: که څه هم ۱۳۹۹ کال د کرونا ويروس له امله ښه کال نه وه اما بيا مو هم و کولای شول، چې يو شمير ځوانان د فن او حرفې برخه کې و روزو او د کار او ټولنيزو چارو وزارت به ۱۴۰۰ مالي کال کې لا زياتو هيوادوالو ته د فني او حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي.

دې غونډه کې د افغانستان د صنايعو او معادن دفتر مرستيال هم خبرې وکړې و يې ويل: فني او حرفوي کارګر د هيواد معنوي پانګه دی، په کور دننه د فني او حرفوي زده کړو شاګردانو روزل موږ د بيروني کارګرو له احتياج څخه خلاصوي. نوموړي همدارنګه د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار بازار مطابق د فني او حرفوي کارګرو په روزلو ټينګار وکړ.

غونډه کې د افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت آمر میر جلال الدین هشام هم فارغانو ته مبارکې وویله، زیاته یې کړه: افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت شاګردانو ته د فن او حرفې ور زده کولو تر څنګ د کارموندنې په برخه کې هم هڅه کوي.

هشام زیاته کړه، چې په دې ښوونیزه او روزنیزه دوره کې له اوو (کمپیوتر، انگلیسی، خیاطی، نجاري، برق، ساختماني و نلدوانی) څانګو څخه ۴۱۱ تنه فارغ او نن یې د فراغت پاڼو ویشلو شاهد یو.

د ويلو دی، چې افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتيوت، ۱۳۸۴ هـ ش کال د دوست هيواد کوريا په مالي مرسته جوړ او د کار او ټولنيزو چاررو وزارت تر چتر لاندې فعاليت لري، چې اتيا سلنه درسونه په کې عملي او د کار بازار مطابق دي او ۱۳۹۹ کال کې ټولټال ۵۵۰ تنه شاګردان له دې انستيتوت څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار