بلخ ولایت کې د ماشومانو د ملاتړ مرکز پرانستل شو.

publish
سبت, يناير 02 2021 11:30 صباحا
9

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج په داسې حال کې چې د کاري چارو مرستیال سیدعبدالکریم هاشمي، د بلخ ولایت مرستیال والي غلام فاروق خپلواک او ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازې فوزیه حمیدي یې هم ملتیا کوله، د یاد ولایت لپاره د ماشومانو د ملاتړ مرکز چې نوی جوړ شوی دی، پرانست.

د دې مرکز پرانست غونډه کې د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست رئیس مطیع الله متین د خپلو خبرو په ترڅ کې د وزارت رهبرۍ سره د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لاسته راوړنې، ستونزې او خپل وړاندیزونه شریک او د ستونزو د حل غوښتنه یې و کړه.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر بشیر احمد ته ینج د یاد مرکز پرانسته کې وویل، چې ولایتونو ته یې له سفر کولو څخه موخه د خپلو ولایتي مسؤلینو او دفترونو له کړنو څخه ځان خبرول او مخامخ د هغوی ستونزې اوریدل او په ښه توګه د ستونزو حل کول دي.

ښاغلي ته ینج زیاته کړه: د ۲۳ ډوله زیانمن شویو ماشومانو ښه روزنه او تربیه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مسؤلیتونو څخه دي، د دې قشر ماشومانو په تربیه کې کوچینۍ بېغوري د ټولنې په تاوان تمامیږي؛ نو په همدې موخه هڅه کوو، چې دغه قشر ماشومان ښه تربیه او و روزو؛ څو د ټولنې په خیر او ګټه تمام شي.

د کار او ټولنيزو چارو وزير وويل چې جګړو، فقر او ګډوډۍ له امله هيوادوال په ځانګړې توګه يتيمان زيات ملاتړ ته اړتيا لري او په دې برخه کې به جدي کار وکړي.

ښاغلي ته ينج زياته کړه، چې د ماشومانو د ملاتړ مرکز کې به هغه ماشومانو چې زيانمن او د ژوند تيرولو وس نه لري، و روزي.

د کار او ټولنيزو چارو وزير و ويل: نوي مالي کال کې ګڼ شمير پلانونه شته او هڅه به وکړو؛ څو د کارموندنې، فقيرو ماشومانو ته د رسيدو او نورو برخو کې کار وکړو.

د ماشومانو د ملاتړ مرکز پرانست غونډه کې د بلخ ولایت مرستیال والي غلام فاروق خپلواک او ولسي جرګه کې د بلخ ولایت د خلکو استازې فوزیه حمیدي هم خبرې و کړې، بلخ ولایت ته د کار او ټولنیزو چارو رهبري پلاوي سفر او نیکو نظریاتو څخه یې مننه و کړه او له مرکز څخه ولایتونو ته د مرکزي چارواکو کاري سفر او له نږدې د خپلو هیوادوالو ستونزو اوریدل یې د ستونزو د لا ښه حل په برخه کې ګټور و باله.

دوی د خپلو خبرو په ترڅ کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له برنامو څخه ملاتړ و کړ او د کارونو لا ښه والي په موخه یې خپل نظریات او وړاندیزونه د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ سره شریک کړل.

د یادونې ده، چې د ماشومانو د ملاتړ مرکز کې رد مرز شوي، ذهني ناروغ، قاچاق شوي، برمته شوي او له کورنیو څخه تښتیدلي ماشومان ساتل، روزل او له پالنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل کیږي.

تازه ترین اخبار

أربعاء, مايو 06 2026 9:24 صباحا
Background image

حقوق العمال مصونة فقط في الشريعة الإسلامية

قال وزير العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج ملا عبد المنان عمري، في كلمته خلال الحفل الذي أقيم بمناسبة اليوم العالمي للعمال: إن الشريعة الإسلامية وحدها مقارنة بجميع الأنظمة القانونية في. . .

سبت, مايو 02 2026 9:34 صباحا
Background image

عقد اجتماعٌ للتنسيق مع مسؤولي القطاع الخاص في محافظة بلخ

التقى معين شؤون العمل بوزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج المولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بلخ، بمسؤولي القطاع الخاص.

وخلال الاجتماع، رحّب رئيس غرفة التجارة. . .

سبت, أبريل 25 2026 11:54 صباحا
Background image

معالجة مشكلة بطالة تُعد من أولوياتنا

شارك معين شؤون العمل في وزارة العمل والشؤون الاجتماعية، الحاج مولوي محمد زاهد أحمدزي، خلال زيارته الرسمية إلى محافظة بكتيا، في حفل تخرّج مجموعة من الشباب من برامج التعليم الفني والمهني،. . .

باز گشت به اخبار